د سعودي عرب د ډرايورۍ ازموینه

د مفت پوښتنو له لارې د سعودي عرب د ډرايورۍ ازموینې تمرین وکړئ او پاس يې کړئ

په سعودي کمپیوټر ازموینه کې د بریالي کیدو امکانات بهتر کړئ! مونږ د ازموینو د تيارۍ لپاره د پوهنې يو ډير غوره آنلاین پليټ فارم يو چې تاسو سره مرسته کوو چې تاسو په لومړۍ هڅه کې خپل د سعودي عرب د ډرايورۍ لایسنس ازموینه په کاميابۍ سره پاس کړئ.

Saudi Driving Test in Pashto
Saudi Driving Test in Pashto

د سعودي عرب د ډرايورۍ ازموینه په کاميابۍ سره پاس کولو لپاره غوره تمرین ترلاسه کړئ

ایا تاسو په سعودي عرب کې يو نوی ډرايور یاست؟ مونږ هغو خلکو لپاره مناسب انتخاب چمتو کوو چې د خپلې ډرايورۍ ازموینې پاس کولو په هڅه کې وي. زمونږ د ډیرو سرچینو او د پوښتنو د ټيسټ بينک له برکته، تاسو به هر هغه څه ولرئ چې تاسو ورته د ډرايورۍ ازموینه پاس کولو کې اړتیا لرئ.

زمونږ د متعدد وسیلو او تخنیکونو له برکته چې مونږ یې لرو، هغه څوک چې د ډرايورۍ ازموینه ترسره کول غواړي، هغه به ښه تيار وي چې دا په کاميابۍ سره پاس کړي او د سعودي ډرايورۍ جواز به ترلاسه کړي.

ایا تاسو د سعودي ډرايورۍ جواز غواړئ؟ لاندې معلومات ولولئ او خپل هدف ته یو ګام نږدې شئ.

 

مونږ چمتو کوو

  • د ۲۰۲۲ د سعودي د تمرین ازموینې پوښتنې.
  • ازموینه ترسره کونکي نوي کسانو لپاره د هغوي د ضرورياتو مطابق جوړ شوی پلیټ فارم.
  • د ازموینې پاس کولو لپاره د مطالعې مؤثره طريقه.
  • حتی د لوړو نمرو تضمینولو لپاره ډیرې سختې پوښتنې.

زمونږ طریقه څنګه کار کوي

 مونږ يوه د دريو مرحلو طریقه لرو ترڅو خپل پیرودونکي په ګړندۍ او مؤثره توګه تيار کړو چې هغوي د سعودي د ډرايورۍ کمپیوټر ازموینې لپاره چمتو اوسي.

د ډرايور لاسي کتاب مطالعه کړئ

مونږ به تاسو ته د سعودي ډرايورۍ يو جديد لاسي کتاب لینک درکړو نو تاسو به هغه موضوعات مطالعه کړې شئ چې تاسو ورته د دې د ازموینې په کاميابۍ سره ترسره کولو لپاره اړتیا لرئ.

ازموینې ترسره کړئ

مونږ به د خپل ډیټابیس څخه ډیرې فرضي ازموینې او نورې سختې پوښتنې فراهم کړو چې تاسو د اصل ازموینې لپاره تيار اوسئ.

د سعودي عرب د ډرايورۍ ازموینه په کاميابۍ سره پاس کړئ

مونږ به تاسو ته خپله هره وسیله او تخنیک درکړو چې تاسو بالکل په آسانۍ سره د ډرايورۍ ازموینه پاس کړئ. د فرضي ازموینو يو څو پړاوونو وروسته مونږ به پوهه شو چې آيا چمتو یاست او کنه.

هغه څنګه

مونږ کافي تمرینونه چمتو کوو چې تاسو د سعودي عرب د ډرايورۍ ازموینه پاس کړئ

تاسو د ازموینې تيارۍ لپاره ډیرو موادو لوستلو ته اړتیا لرئ. خوشبختانه، مونږ بې شمیره سرچینې لرو چې تاسو سره هلته رسیدلو کې مرسته وکړو. زموږ فرضي ازموینې او د تيارۍ پوښتنې به تاسو سره ستاسو د وس مطابق د اصل ازموینې په تيارۍ کې مرسته وکړي. د سعودي عرب تمرین ازموینې چې موږ یې خپلو پیرودونکو ته ورکوو د سعودي د ډرايورۍ ازموینې په کاميابۍ سره پاس کولو لپاره يوه ارزښتناکه سرچینه ده.

مونږ د مثالونو او شکلونو سره د ډرايورۍ بې شمیره پوښتنې او ځوابونه هم چمتو کوو، چې تاسو ته هر وخت پوهه حاصل وي چې ستاسو شاوخوا څه کيږي. نوي ډرايوران به په سرعت سره د مختلف ډول پوښتنو په څیړلو او ځواب ورکولو د ازموینې جوړښت سره ځان آشنا کړي کله چې به دوي اصل ازموینه ترسره کوي.

مونږ ستاسو پرمختګ په پام کې نيسو کله چې تاسو زمونږ سره زده کړه کوئ، نو مونږ به ستاسو کمزورتيا او هغه مهارتونه په ګوته کو چې تاسو له پکار ده چې بهتر يې کړئ.
د غوره سرچینو په کارولو سره تيار اوسئ
د ډرايورۍ ازموینه پاس کولو لپاره صرف زده کړه کافي نه ده. تاسو اړتیا لرئ چې خپل ځان د ازموینې جوړښت سره آشنا کړئ چې د اصل ازموینې په وخت کې مو د ویرې سره مخ نه شي. مونږ به تاسو سره د دې په اړه مرسته وکړو.
د ازموینې پاس کولو لپاره تيار اوسئ
مونږ به د هرې يوې پوښتنې او فرضي ازموینې په اړه سمدستي فیډبیک درکړو، د دې سره سره تاسو ته به عکسونه او لارښوونې هم درکړو. دا د ډرايور لاسي کتاب د هرې نظريې سره د معاملې ترټولو مؤثره طريقه ده.
د ازموینې ترسره کولو په وخت کې ښه ډاډه اوسئ

د سعودي د ډرايورۍ ازموینې تمرین د غوره پلیټ فارم څخه ګټه پورته کړئ

زمونږ د پراخه ډیټابیس، د اصلي په شان فرضي ازموینو او له دې حقيقت له امله چې زمونږ پلیټ فارم په مستقیم ډول کار کوي، پیرودونکي زمونږ خدمات غوره کوي.

یو پراخه ډیټابیس

زمونږ مفت فرضي ازموینې تاسو ته بې شماره پوښتنو او سرچینو ته لاسرسی درکوي ترڅو تاسو د ازموینې پاس کولو لپاره تيار کړي.

رجسټريشن ضروري نه دى

راجسټر کيدو یا لاګ ان ته هيڅ اړتيا نشته، تاسو سمدستي تمرین پیل کولی شئ.

هرڅه د اصل شی په شان دي

زمونږ فرضي ازموینې د حقیقي ازموینو عکاسي کوي. چې تاسو ترينه يو څو ترسره کړئ نو د اصل ازموینې ته مخامخ کيدو لپاره به تيار شئ.